د سرپل د پوهنې چارواکي وايي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) په مالي همکارۍ به سږ کال په دغه ولایت کې څلور زره زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شي. دوی وايي چې دا پروژه به د صدا انسټیټیوټ لخوا پلې شي. د سرپل ولايت د پوهنې رييس وايي، سږکال به د صدا انسټيټوت د يونيسف دفتر په همکارۍ د هغو څلور زره زده کوونکو لپاره چې له ښوونځيو لرې ژوند کوي او له زده کړو بې برخې دي، سيمه ييز جوړوي. هغه زیاته کړه، په دغه پروګرام کې به په ګڼو ولسوالیو کې د نارینه او ښځینه زده کوونکو لپاره ۱۵۰ ټولګي جوړ شي.
































