د پروان ولایت په شینواري ولسوالي کې راوتلیو سیلابونو د څلور ماشومانو ژوند اخیستی دی. د شینواري ولسوالي سیمه ییز چارواکي وایي چې دا سیلابونه تېره شپه تر تېزو بارانونو وروسته راوتلي دي. د یادې ولسوالۍ ولسوال زیاته کړې، چې راوتلیو سیلابونو لسګونه کورونه هم ویجاړ کړي او په خبره یې ښایي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي. د ولسوال په وینا، دوی سیمې ته مرستندویان استولي دي او د مرګ ژوبلې کره شمېر به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
































