د پکتیا ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چې ددغه ولایت په ډنډ پټان ولسوالي کې د ځمکې پر سر د دوو قومونو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده چې له امله یې ۹ کسان وژل شوي دي. د پکتیا امنیه قومندانۍ د امنیت امر لطف الله کامران وايي، تیره شپه په ډنډ پټان ولسوالي کې د منګلو او خروټو قومونو ترمنځ د غره او ځمکې پر سر وسله واله نښته شوې ده. د نوموړي په خبره، په یاده نښته کې د دواړو لورو اوه کسان وژل شوي دي.
































