د هوا پېژندنې ادارې نن د افغانستان په اوو ولایتونو کې د واورې او سختو بارانونو اټکل کړی دی. په ځینې سیمو کې د واورې کچه تر ۳۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده. د هوا پېژندنې ادارې مشر نسیم مرادي ویلي چې، په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، پروان، پنجشیر، نورستان او سالنګونو کې د واورې باران او تالندې احتمال شته. د باران د ورښت کچه به له لسو تر ۳۰ ملي مترو او د واورې کچه هم له لسو تر ۳۰ سانتي مترو پورې ښودل شوې ده.
































