په ننګرهار کې د کانال ریاست چارواکي وایې، اوسمهال یې په شنو خونو کې کرل شوي تازه ترکاري حاصل ته رسېدلې او د اټکل له مخې به یې حاصل د تیر په پرتله لوړ وي. د یادې ادارې د ویاند سید همایون غریبمل په خبره چې ګڼ شمېر کرنیز فعالیتونه ترسره کوي، دا مهال يې په ۱۰۱ شنو خونو کې بېلابیل ډوله کرلې ترکاري حاصل ته رسېدلې چې په غېرې موسمي وخت کې بازار ته وړاندې کېږي.د هغه په وینا، دغه شنې خونې چې اوس مهال په کې بادرنګ، رومیان، مرچ او یو شمېر نوره ترکاري حاصل ته رسېدلي، د ټولولو لړۍ يې روانه ده. د کانال ریاست له لوري دا شنې خونې چې کرنیزو شرکتونو ته په قرار داد ورکړل شوي او اوس مهال په کې فعالیت سرته رسوي.
































