د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د «رځک منګي» په نوم سیمه کې، د کرومایټ ډبرو د یو لوی کان د استخراج چارې پیل شوې. د خوست د کانونو رییس صادق جان وايي، د دغه کان د استجراج چارې به په پنځو کلنو کې پای ته ورسیږي چې، په اوسط ډول به هر کال ۲۲۶۰ ټڼه ډبره استخراج شي چې، د پنځو کلونو په جریان کې به شاوخوا ۱۱ زره ۳۰۰ ټنه کرومایټ استخراج شي. د خوست مرستیال والي وايي، پخوا د کرومایټ ډبرو استخراج په غیر قانوني بڼه ترسره کېده او په قاچاچي ډول نورو هېوادونو ته وړل کیدې چې، اوس یې مخه نیول شوې ده. نوموړي همدا زیاته کړې، چې د دغه کان له استخراج وروسته به اړتیا ته په کتو کرومایټ په هېواد کې د ننه مصرفیږي او پاتې اضافي برخه به یې نورو هېوادونو ته صادریږي.
































