دفاع وزارت وايي، چې د تېر کال په اوږدو کې دغه وزارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو شاوخوا څلور زره پوځي وسایط ترمیم دي. د دفاع وزارت چارواکي وايي، د زرګونو نورو پوځي وسایطو پر جوړولو کار روان دی او په راتلونکو میاشتو کې به له ترمیم وروسته امنیتي او دفاعي ادارو ته وسپارل شي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو وسايطو کې ټانکونه، زغروال موټر، پوځي بار وړونکي موټر او رېنجر شامل دي، چې د ملي دفاع وزارت د تخنيکي ټيمونو له خوا په دوو فابريکو کې ترميمېږي. تر دې مخکې د ملي دفاع وزارت تخنیکي ټیم لسګونه هغه چورلکې او جنګي الوتکې ترمیم کړي چې د بهرنیو ځواکونو له خوا له افغانستانه د وتلو پر مهال خرابې شوې وې او د هېواد هوايي ځواکونو ته یې ورکړې وې.
































