د صنعت او سوداګری وزارت وايي، چې د خلکو ملاتړ، د فساد مخنیوی، په هېواد کې دننه پانګونې ته د سوداګرو هڅونه او له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې په کم وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ د ودې لامل شوی دی. د یاد وزارت چارواکي د کورنیو تولیداتو د معیاري کولو او له سوداګرو څخه د ملاتړ په موخه دولتي اداراتو کې له کورنیو تولیداتو څخه په ګټې اخیستنې ټینګار کوي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، د منځنۍ اسیا هېوادونو تر څنګ یې له ایران او پاکستان سره سوداګریزې اړیکې عادي شوي او هڅه کوي په راتلونکي کې د سوداګري کچه تر لس میلیارده ډالرو ورسوي.
































