د امریکا د کنټاکي ایالت د لوی ویل ښار د یوه بانک مامور پرون دوشنبې سهار څلور تنه په بانک کې دننه په ډزو وویشتل. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، حمله کوونکي، چې ۲۵ کلن دی او کانر سترګیون نومېږي.برید کوونکی له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی. تراوسه د هغه د برید انګېزه څرګنده شوې نه ده. په روان میلادي کال کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې دې ته ورته ۱۴ نور بریدونه شوي دي.
































