دکرنې او اوبولګولو وزارت د شمېرو له مخې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هېواد په کچه ۳۳۷ مټریک ټنه د ځمکنيو توتانو حاصلات تر لاسه شوي دي. یاد وزارت وايي، چې دا حاصلات پر ۱۱۸ هکټاره ځمکه له کرل شویو توتانو ترلاسه شوي دي. کرنې وزارت ویلي، هڅه کوي چې په هېواد کې د ځمکنیو توتانو کرکیله یې نوره هم پراخه کړي. د مسولینو په وینا؛ تېر کال په بلخ ولایت کې تر ټول زیات ۱۲۵ مټریک ټنه د ځمکنيو توتانو حاصلات تر لاسه شوي او تر څنګ یې کابل، هرات، تخار، دایکندي، خوست، ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې ډېر ځمکني توتان کرل شوي دي.
































