سرپرست حکومت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر له لوري وروستۍ خپرې شوې اعلامیې ته غبرګون څرګند کړی. د سرپرست حکومت مرکزي ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر اعلاميه نشر کړې، چې سرپرست حکومت په ښځینه کارکوونکو ځينې محدوديتونه وضع کړي چې له کبله يې ملګرو ملتونو خپل فعاليتونه ځنډولي او د بشري وضعيت د ټولو عواقبو مسئول یې سرپرست حکومت بللی دی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې سرپرست حکومت نه غواړي، چې ملګرو ملتونو ته خنډونه رامنځته کړي؛ بلکې واضح کول غواړي چې دا د افغانستان يوه کورنۍ ارزښتي موضوع ده، چې بل چاته هيڅ نوع ستونزه نه جوړوي او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي. سرچینې زیاته کړې، چې د افغانستان بشري وضعیت د بندیزونو او فشارونو له کبله رامنځته شوی او دوام لري او اصلي مسئوليت يې هم هغو لوريو ته ورګرځي، چې د افغانستان پر مالي او بانکي سيسټم يې بنديزونه لګولي دي او سفري محدودیتونه یې وضع کړي دي. د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ويلي چې د افغانستان بېړني وضعيت ته په کتو اړینه ده، چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه ژر تر ژره د افغان شتمنیو کنګل کولو، بانکدارۍ، سفري بندیزونو او نورو محدودیتونو مسئله حل کړي ترڅو افغانستان وکولای شي په اقتصادی، سیاسي او امنیتي ډګرونو کي پرمختګ وکړي او په خپلو پښو ودریږي.
































