د یمن چارواکي وايي، د دغه هېواد له ویجاړوونکې کورنۍ جګړې څخه د سلګونو بندیانو تبادله را روانه پنجشنبه پیلېږي. نږدې ۹۰۰ بندیان به چې زیاتره یې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو تر څنګ جنګېدل د یمن او سعودي عربستان ترمنځ تبادله شي. د هغې موافقې له مخې چې تېره میاشت په سویس کې شوې، حوثي یاغیان به ۱۸۱ بندیان خوشې کوي، چې د سعودي سوډاني وګړي هم پهکې شامل دي، په بندل کې به د یمن د حکومت لهخوا ۷۰۶ بندیان خوشې شي. سعودي عربستان د هغه پوځي ايتلاف مشري کوي، چې د یمن د لیرې کړای شوي حکومت په استازیتوب په یمن کې د جګړې مشري کوي.
































