د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو د سرپرست وزير په مشرۍ د افغانستان یو پلاوی د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شو. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په پام کې ده چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير به د ناستې په څنډو کې د سيمې د ځينو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو سره دوې اړخيزې ناستې هم ولري. په لومړي سر کې په دغه غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.
































