کاناډایي چارواکو ویلي، نن پنجشنبه ۳۵۳ افغان پنا غوښتونکي په یوه الوتکه ددغه هېواد تورنټو ښار ته رسېدلي دي. د کاناډا د کډوالۍ او پناورکونې ادارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغه افغانان به د کاناډا په شپږویشتو بېلابېلو سیمو کې مېشت شي. دغې ادارې ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې تر اوسه له دېرش زرو ډېر افغان کډوال کاناډا ته ورغلي دي. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي چې د دغو افغانانو د مېشتېدو چارې ټکنۍ مخته روانې دي.
































