د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او په کابل کې یوشمېر نورو بهرنیو ډيپلوماتانو د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال سره پر امنیتي مسایلو، هېواد ته د پخوانیو چارواکو په راتګ او یو شمېر نورو مسلو خبرې کړي دي. د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال ویلي، دغه ډيپلوماتان د روژه ماتي هغې مېلمستیا ته راټول شوي و چې تېر ماښام جوړه شوې وه.
































