د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ټول هېواد کې د ۴ زره ۶۰۰ مټریک ټنه عنابو د حاصلاتو خبر ورکړی دی. دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دوی د شمېرو له مخې په تېر کال کې د هېواد بزګرانو ۴ زره ۶۰۰ مټریک ټنه عناب حاصلات را ټول کړي دي .په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوازې فراه ولایت ۴ زره او ۳۸۲ مټریک ټنه عناب تولید شوي او دغه راز په هرات، لغمان، نورستان او نیمروز ولایتونو کې هم د عنابو بڼونه شتون لري. سرچینې زیاته کړې، چې اوسهمال په ټول هېواد کې پر ۱۲۱۹ هکټاره ځمکه د عنابو بڼونه شته او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت غواړي، چې د بزګرانو په همکارۍ د عنابو بڼونه پراخ کړي.
































