امریکا وایي طالبانو ته یې یو ځل بیا په مستقیمه توګه خبرداری ورکړی چې پر امریکايي ځواکونو برید و نه کړي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د قطر دفتر له مشر ملا برادر سره د هغو راپورونو پر سر هم خبرې کړې دي چې ګواکي روسي استخباراتو طالبانو ته د امریکايي عسکرو د وژلو پر سر انعام ورکاوه. پمپیو له طالبانو غوښتي چې د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي، تاوتریخوالی کم کړي او پر امریکایي ځواکونو برید و نه کړي. طالبانو ډاډ ورکړی چې دوی د سولې هوکړې ته ژمن دي خو امریکايي لوري ته په کار ده چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
































