د بلخ او کندز ولایتونو د پوهنې د مسوولینو له خوا پر زده کوونکو د نویو چاپ شویو کتابونو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د چارواکو په وینا، ټاکل شوې، چې دغه درسي کتابونه د بلخ په څه باندې ۷۰۰ ښوونځیو او د کندز په څه باندې ۵۰۰ ښوونځیو کې له لومړي تر دوولسم ټولګيو زده کوونکو باندې وویشل شي.
































