د کندهار د احصايې او معلوماتو ادارې رييس وايي، دې رياست په تېر کال کې شاوخوا ٣٥٠ زره کسانو ته برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼې وېشلي دي. د کندهار د احصایې او معلوماتو د رییس د معلوماتو له مخې، د دغو پژېند پاڼو د وېش له لارې ۳۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي. په ورته وخت کې د کندهار اوسېدونکي غواړي چې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونه دې ورته زیات او په دې برخه کې دې نورې اسانتياوې رامنځته کړل شي.
































