ایران وايي له طالبانو سره یې د خبرو موخه په افغانستان کې د سولې تامينول دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي خبریالانو ته د ابراهیم طاهریان د سفر په اړه معلومات ورکړي دي. دده په وینا طاهریان قطر ته د سفر پر مهال له ملا برادر او د افغانستان لپاره د قطر له ځانګړي استازي سره کتلي دي. هغه وایي ایران هڅه کوي له طالبانو سره د اړیکو له لارې په افغانستان کې سوله تامین کړي او بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي. ایران تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د افغانستان د سولې په مسئله کې همکارۍ ته تیار دي او ان که اړتیا پېښه شي د بین الافغاني خبرو کوربه توب هم کوي.
































