د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواکونو له خوا دوه نورې له کاره لوېدلې چورلکې ترمیم او فعالې شوې دي. دغه وزارت وايي، د تخنیکي او مسلکي ټیمونو او د هوايي ځواک د انجنیرانو په هلو ځلو MI-17 روسي او UH60 امریکایي بلک هاک چورلکې تر ترمیم وروسته په بریالۍ توګه ازمویل شوې دي.
































