د سرپل د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۲۸.۹ میلیونو افغانیو عوایدو راټولولو خبر ورکړی دی. د سرپل د کانونو او پټرولیم رییس وایي، چې تېر کال د مستوفیت ادارې له خوا ورته ۳ میلیونه ۱۴ زره افغانۍ هدف ورکړل شوی و، خو دوی وکولای توانېدلي، چې له ټاکلي هدف څخه څو برابره زیات عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي
































