د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر د سمرقند غونډې ته ویلي، د افغانستان په تړاو د سیمې د هېوادونو سیاستونه باید د منفي تبلیغاتو او مخالفو قدرتونو د لومو ښکار نه شي، بلکې د خپلو ملي ګټو او منطقوي امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال له زاویې افغانستان ته وګوري. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې سرپرست وزیر دا څرګندونې د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ابتکار څلورمې ناستې ته په خپله وینا کې وکړې. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل، افغانستان چې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا په یوه مهمه ستراتيژيکه سیمه کې موقعیت لري اوس د یوه مسوول او متعهد حکومت له واکمنۍ برخمن دی. یو باثباته او امن افغانستان کولی شي چې د سیمې په امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال کې محوري رول ولوبوي. د نوموړي په وینا، دوی په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي چې افغانستان له دې وروسته د منفي ټکرونو او نامشروع رقابتونو مرکز شي. ده ویلي، اوس د دې زمینه برابره شوې چې افغانستان د سیمهییز اتصال په ټولو پروژو کې، لکه ټرانس افغان رېل پټلۍ، ټاپي، ټاپ، کاسا زر او د چین په ابتکار د یو کمربند او یوې لارې پروژه کې خپل رول ولوبوي.
































