د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له مسولینو او ملي سوداګرو سره په لیدنه کې له شبرغانه تر الوان دښتې او له الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ سیمې پورې د ۵۰۰ کېلو ولټه برېښنا مزي غځولو پروژې د تمویل په اړه خبرې شوې دي. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په کې هېواد د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې د کورني صنعت رول اړین ګڼلی او له سوداګرو یې د لویو اقتصادي پروژو د تمویل او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده. یاد دفتر زیاتوي، دغو مسولینو او سوداګرو د چمتوالي ډاډ ورکړی، چې د مزي غځېدو د پاتې چارو د بشپړېدو د تمویل لپاره د برېښنا په بېلونو کې د افغانستان برېښنا شرکت ته ۱۰ سلنه زیاتې پیسې ورکړي.
































