د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، د سمرقند غونډې ګډونوال هېوادونه د افغانستان په تړاو مثبت نظر او په دغه هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا لري. نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د یادو شوو موضوعاتو او پایلو په اړه خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په خپل پيغام کې ویلي، چې د ټولو هېوادونو نظرونه مثبت و او لېوالتیا یي وه چې په افغانستان کې ښکېلتیا ولري.
































