د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د دې وزارت او د عوفي بهرام شرکت ترمنځ د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولید د فابریکې جوړولو په برخه کې د همکاريو هوکړه لیک لاسلیک شو. د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د عوفي بهرام د کانونو د پروسس او استخراج سوداګریز شرکت له مسول سره د ډبرو سکرو څخه د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولید د فابریکې جوړولو په برخه کې د پانګونې د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ. یاد هوکړه لیک، د دواړو لورو ترمنځ د پانګونې د چارو د انسجام او د يادې پروژې د عملي چارو د پيل د چټکتيا لپاره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په موخه لاسليک شو.
































