د هلمند ولایت اوسېدونکي له سرپرس حکومت څخه غواړي، چې په دې ولایت کې د بُست تاريخي کلا زیانمنې برخې بیا ورغوي. دوی زیاتوي، چې د بُست تاريخي کلا په بیا رغولو سره به دې ولایت ته د ورتلونکو بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات او دولت به ترې ډیر عواید ترلاسه کړي. دوی وايي د دې تاریخي کلا رغېدو ته اړتیا ځکه تر پخوا زیات ده چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د سېلابونو او بارانونو خطرونه ډېر شوي دي او د دې کلا په مسیر کې د ارغنداب سیند سیلابي څپي تیریږي.
































