پاکستاني پولیس وایي چې درې تنه ماشومان په یوې چاودنه کې وژل شوي دي. د پولیسو یوه چارواکي ویلي، دې ماشومانو پرون په چمن ښار کې په یوه کور کې له یوه ماین سره لوبې کولې چې پرې چاودېدلی دی. پولیس وایي چې تر دې مخکې په دې کور کې افغان کډوالو ژوند کاوه، خو دا څرګنده نه ده چې دا ماین څنګه ماشومانو تر لاسه کړی دی.
































