د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. په دې خبرو کې دواړو لورو د بشردوستانه مرستو پر دوام او چټکتیا ټینګار کړی او مرستو ته د خلکو د ښه لاسرسي او د ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو او موسسو د فعالیتونو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره په افغانستان کې د ښځو د کار د ممنوعیت غوښتنه هم شوې ده. دواړو لورو په دې خبرو کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو او کار ته د ښځو د ستنېدو په اړه خبرې کړي او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین په اړه یې د ملي خبرو په ژر تر ژره پیل ټینګار کړی دی.
































