له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د سپينې ماڼۍ ارشد سلاکار آنتوني فاوچي په یوه خبري غونډه کې ویلي داسې ورځ به راځي چې په امریکا کې په ورځ کې سل زره مثبتې پېښې ثبت شي. په دې وروستیو ورځو کې د امریکا په درېیو ایالتونو تګزاس، کلیفورنیا او آریزونا کې د کرونا مثبتې پېښې خورا ډېرې شوې دي چې د امریکايي چارواکو اندېښنه یې پارولې ده. په همدې وخت کې امریکايي حکومت امر کړی چې د کرونا ویروس لپاره د واکسین جوړولو لړۍ هم باید چتکه شي. دمګړی په امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۲۷۲۷۹۹۶ ته رسېدلی دی. همدا راز په امریکا کې ۱۳۰۱۲۳ کسان تر اوسه کرونا ویروس مړه کړي دي.
































