د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې چارواکي وایي د اوسېدو په یوې څو پوړیزې ودانۍ کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي او ۹ نور ژوبل شوي دي. د نیشنل په نامه دولتي ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې اور د دوبۍ یوې داسې سیمې کې لګیدلی چې ودانۍ پکې زړې دي. د دوبۍ ملکي دفاع ادارې په اعلامیې کې ویل شوي چې اور د الراس په نامه سیمه کې په اپارتمانونو کې لګیدلی و چې کوڅې یې تنګې دي او په دې ښار کې یوه تر ټوله زړه سیمه ده. چارواکو تر اوسه ندي ویلي چې اور په دې پنځه پوړیزه ودانۍ کې څنګه ولګېد خو د پېښې په هکله یې پلټنې پیل کړي.
































