روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۶۷۸ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۳۱۹ هغو پایله مثبته وه. له دې سره پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۳۱ زره او ۸۳۶ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۲۴ کسان مړه شوي هم دي خو روغتیا وزارت وایي، چې په دې وروستیو کې له کرونا د رغېدونکو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له یادې ناروغۍ ۵۲۰ تنه رغېدلي دي چې ورسره د ټولو رغېدلیو کسانو شمېر بیا ۱۵ زره او ۶۵۱ ته لوړ شوی دی.
































