د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د ګلبهار رغنیزې پروژې پرانیست غونډې ته ویلي چې افغانان به په نږدې راتلونکي کې په هېواد کې د اورګاډي پټلۍ غځولو او لويو لارو د بيا رغونې د سترو پروژو شاهدان وي. نوموړي همداراز له هېواده بهر افغان صنعتکارانو او سوداګرو ته بلنه ورکړه چې هېواد ته راستانه شي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، ځکه په باور یې اوس په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. یادې غونډې ته د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس مهمند وویل، چې په هېواد کې د افغان پانګه والو له لوري په مختلفو برخو کې پانګونه ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې ده.
































