د جوزجان ولايت د پوهنې رياست په دغه ولايت کې د ۱۱۰ ښوونځيو د ودانيو د بيارغاونې چارې پيل شوې. د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د دې کار په بشپړېدو سره به څه باندې ٣٠ زره زده کوونکي له معياري او خوندي ټولګيو برخمن شي. دجوزجان ولايت دپوهنې رييس محمدطاهر جواد وايي، دغه ښوونځي دتېرو لسو کلونو جګړو له امله ويجاړ شوي او يا هم د تېر حکومت له خوا يې د بیارغولو چارې نیمګړې پاتې دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو ښوونځيو د بيارغونې لګښت، چې د شبرغان ښار په شاوخوا پنځو ولسواليو او کليو کې موقعيت لري، ٣٣٠ زره امريکايي ډالرو ته رسېږي، چې د “اکتيد” ادارې له خوا ورکول کېږي. جواد وويل، چې د يادو ښوونځيو د بيارغونې چارې به په راتلونکو درېيو مياشتو کې بشپړې شي او له ٣٠زرو څخه زيات زده کوونکي به له خوندي او معياري تعليمي چاپېريال څخه برخمن شي.
































