ملي دفاع وزارت ویلي، چې د دې وزارت په تخنیکي، مسلکي او تخصصي برخو کې د بېلابېلو څانګو ۲۲۶ تنه منسوبین چې په وروستیو کې د خپلو دندو د خدمت ټاکلې مودې د پایته رسېدو له امله تقاعد ته سوق شوي وو، په “بالمقطع” ډول جذب شوي دي. یاد وزارت همداراز هغه اوازې رد کړي چې ګواکې د دې وزارت فني او مسلکي پرسونل د ذاتي قانون په پام کې نه نیولو سره ځینې کسان تقاعد ته سوق کړي او زیاتوي، دغه وزارت ژمن دی چې مسلکي او متخصص کسان جذب کړي او د اړتیا په صورت کې د خپلو کارکوونکو له تجربو ګټه واخلي. دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت د کابینې په ۳۰مه غونډه کې پرېکړه شوې، ټولې دولتي ادارې کولی شي، هغه متقاعدین چې د کار کولو توانايي لري، په خپلو ادارو کې په “بالمقطع” ډول او معلولان په رسمي ډول وګماري.
































