د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، له افغانانو سره به د دوی بشري مرستې دوام کوي. د یو این ایچ سي آر د اروپايي ټولنې د چارو استازولۍ پرون په یوه ټویټ کې ویلي، افغان وګړي به له یاده ونه ایستل شي. ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې روان ۲۰۲۳م کال د ریکارډ تر کچې ۲۸ میلیونه او درې لکه کسان بشري مرستو او د خوندیتوب لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري. د دې ادارې په وینا، له چلنجونو سره سره د کډوالو په چاو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري په دغه هېواد کې پاتې کېدو او میلیونونو اړو کسانو ته د مرستو رسولو ته ژمن ده.
































