ایران کې د کرونا وبا د مثبتو پېښو شمېر یو ځل بیا مخ په ډېرېدو دی. ایران کې له کرونا وبا سره د مبارزې ادارې په خبره، ځانګړې توګه د ایران مشهد ښار کې د کرونا وبا مثبتو پېښو شمېر مخ په ډېرېدو دی او له همدې امله پرېکړه شوې ده چې دا ښار یو ځل بیا د یوې اوونۍ لپاره قرنطین شي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ایران د خراسان ولایت سیاسي او امنیتي مرستیال ویلي و، چې مشهد کې د کرونا وبا مثبتو پېښو شمېر مخ په لوړ دی او دا چاره د کرونا ویروس د دویمې څپې څرګندونه کوي. هغه ویلي وو چې ښایي دغه ښار یو ځل بیا د هر ډول کاروبار او تګ راتګ پر مخ وتړل شوي.
































