د امریکا په الاباما ایالت کې د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي دي. فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې ډزې د کلیزې په یوه جشن کې شوي چې لسګونه نور کسان په کې ټپیان شوي هم دي. تر اوسه د بريدګر د هويت او د دې پېښې د انګېزې په اړه څه نه دي ويل شوي. دا پېښه د ډېوېل په ښار کې د نڅا په یوه سټوډیو کې چې د زوکړې جشن جوړ شوی و، رامنځته شوې ده. پولیسو ویلي چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.
































