دفاع وزارت د ټولو اړوندو ادارو او جزوتامونو مسولینو ته امرکړی چې، د کوچني اختر په شپو او ورځو کې دې د خوښۍ ډزې نهکوي. د دفاع وزارت لوی درستیز په یوه غږیز پیغام کې، د ملي اردو ټولو مسولینو او کارکونکو ته امر کړی چې هوایي ډزې دې نهکوي او د خلکو لپاره دې د اختر په ورځو او شپو کې د امن یوه فضا رامنځته کړي. تر دې مخکې په اخترونو او نورو مهمو مناسبتونو کې د هوایي ډزو له امله عامو خلکو ته زیان رسېدلی دی.
































