د نورستان د پوهنې رییس تاج محمد مطمئن وايي چې د مرکز پارون او ولسوالیو زده کوونکو ته د نوي چاپ شویو کتابونو د وېش بهیر پیل شوی چې ورسره به د کتابونو د کمښت ستونزه سل سلنه حل شي. یاد ولایت ۲۱۴ ښوونځي لري، چې له جملې یې یوازې ۵۰ ودانۍ لري، ۳۰ یې جدي بیا رغونې ته اړتيا لري او د پاتې ښوونځیو زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
































