کرنې وزارت وايي، په پام کې لري، چې د خصوصي سکټور په همکارۍ د پيازو د لویو او کوچنیو زېرمتونونو په فعالولو سره د پيازو د فصل ټولولو پر وخت د هېواد د پيازو تولیدات زېرمه او په مناسب وخت کې يې بازار ته وړاندې کړي. دغه وزارت ویلي، چې تېر کال د ۳۴ ولایتونو له ۳۰ زره ۳۷۰ هکټاره ځمکې ۵۴۱ زره ۲۲۵ مټریک ټنه پياز راټول، خو د زېرمتونو نه شتون له امله یې ګڼ شمېر کورنیو د لوړې بیې له امله د پېر توان نه درلود.
































