د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني چې کابل کې د پاکستان پر سفارت تر برید وروسته خپل هېواد ته تللی و بېرته کابل ته راغلی او خپله دنده یې پيل کړې ده. نظاماني شاوخوا پنځه میاشتې مخکې کابل کې د پاکستان پر سفارت له برید وروسته پاکستان ته تللی و. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نظاماني بېرته کابل ته راستون شوی او خپل کار یې پيل کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو سره ټلیفوني خبرو کې غوښتنه کړې وه چې د پاکستان شارژدافیر دې کابل ته راواستوي.
































