د امریکا ددفاع وزات یا پنټاګون په تازه راپور کې ویلي چې طالبان لا هم د القاعده شبکې له هندي څانګې سره کلکې اړیکې لري. د امریکا کانګرېس ته د پنټاګون په راپور کې راغلي چې طالبانو له امریکا سره د هوکړې پر بنسټ باید له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړې وای، خو وروستي معلومات ښيي چې دغه ډله په هند کې د القاعده شبکې له یوې څانګې سره اړیکې لري او یاده شبکه بیا له طالبانو سره د افغان حکومت پر وړاندې عملیاتو او ددغه حکومت په تضعیف کې مرسته کوي. پنټاګون وايي طالبان باید له بهرنیو ډلو سره اړیکې قطع کړي او اجازه ور نه کړي چې ددوی تر نفوذ لاندې ساحو کې بهرنۍ وسله والې ډلې ځان ته ځای جوړ کړي. امریکا تر دې وړاندې هم ویلي چې طالبان له القاعده سره ژورې او تاریخي اړیکې اوس هم پالي.
































