د برېښنايي پېژندپاڼې ځينې غوښتونکي د پېژندپاڼې د بیې پر لوړېدو نیوکه کوي. دوی وایي، د برېښنایي پېژندپاڼې د ترلاسه کولو لپاره باید ۵۰۰ افغانۍ ورکړي چې دمګړۍ دوی یې د ورکولو وس نه لري. د برېښنايي پېژندپاڼو غوښتونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د دغو پېژندپاڼو لګښت کم کړي. له دې مخکې د برېښنايي پېژندپاڼو بیه ۳۰۰ افغانۍ وه. بل پلو، د احصایې او معلوماتو ملي اداره د برېښنایي تذکرو د بیې د لوړېدو یو لامل د عملیاتي لګښتونو ډېرېدل ګڼي. د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو له مخې، په ورځ کې له ۱۴ زرو تر ۱۵ زرو پورې بریښنایي تذکرې وېشل کېږي او د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته ۳٫۸ مېلیونه هېوادوالو ته تذکرې ورکړل شوې دي.
































