د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاده ناسته د جاپان د بهرنیو چارو د وزیر «هایاشي یوشي ماسا» په کوربهتوب ترسره شوه. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د بشري حقونو پر نقض اندېښنه ښودلې ده. په همدې حال کې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د نړیوالې ټولنې په ملتیا پر مخامخ خبرو ټینګار کوي. نوموړي دغه راز له افغانستان سره د بشري مرستو دوام هم مهم بللی.
































