د افغانستان سرپرست حکومت په کابل کې د چین سفارت د فعالیتونو ستاینه کړې ده. د سرپرست حکومت ویاند له یوې چینايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې چین په کابل کې د خپل سفارت په فعال ساتلو سره له افغانستان سره مرسته کړې ده. د نوموړي په خبره اوس کابل او بیجینګ د مس عینک پروژې په ګډون په بېلابېلو برخو کې په خبرو بوخت دي. د اقتصادي پوهانو په اند چین د افغانستان د کانونو په برخه کې د یوه ښه او باوري شریک په توګه پیژندل کېدای شي.
































