سناتور راند پال او څو نورو سناتورانو له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو او د سرتېرو تر وتلو وروسته د افغانستان په اړه یوه طرحه جوړه کړې ده. په طرحه کې پر دې ټینګار شوی و چې امریکايي ځواکونه دې د مهالوېش له مخې و ایستل شي او دا شرط دې نه تړل کېږي چې د سرتېرو ایستل په شرایطو پورې تړلي دي. هغه همدا راز ویلي وو چې په دې سره به د امریکا مالي لګښتونه کم شي او دغه پیسې به په امریکا کې په اصلاحاتو ولګول شي. خو امریکایی سناتورانو د هغه طرحې ته منفي رایه ورکړې ده او په خبره یې امریکایي ځواکونه به شرایطو ته په کتو په بشپړه توګه له افغانستان وځي.
































