د سوريې خبري اژانس ویلي، چې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان بن عبدالله آل سعود له سوريې څخه ليدنه وکړه. د سوريې ولسمشر بشر الاسد د سوريې په پلازمېنه دمشق کې له فيصل سره ليدنه کړې ده بشار الاسد ویلي، چې د سوريې او سعودي عربستان ترمنځ ښې اړيکې مناسبې او طبيعي بللې او ویلي یې دي چې دا نه يوازې د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون لري، بلکې د عرب او سيمې ګټې منعکس وي. فيصل په دې ليدنه کې ویلي، چې سعودي عربستان د ځمکنۍ بشپړتيا، امنيت او ثبات د ساتلو په چارو کې د سوريې ملاتړ کوي او په راتلونکي پړاو کې به غوښتنه وکړي، چې سوريه دې له نورو عربي هېوادونو سره اړيکې عادي کړي.
































