په ارزګان ولایت کې د وروستیو جګړو د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړي له سرپرست حکومت څخه د دوامداره مرستو غوښتنه کوي. د ارزګان والي هم وايي، سرپرست حکومت دې په دغه ولایت کې د جګړې د قربانیانو له کورنیو سره د لازمو مرستو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي.
































