د لوګر، کندهار، غزني او هلمند له بندخونو څخه د کوچني اختر په مناسب ۳۰۶ بندیان خوشي شول. د لوګر د بندخونې مدیر وایي، د دریو مېرمنو په ګډون ٢٨ تنه بندیان، چې د بېلابېلو جنایي جرمونو پر تړاو نیول شوي وو، د کوچني اختر په مناسبت د د ځانګړي فرمان په اساس له بنده آزاد او خپلو کورونو ته ستانه شول. په همدې حال کې د کندهار د عمومي بندخونې وایي، چې د دغه بندخونې څخه یې د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۱۸۴ تنه بندیان د کوچني اختر په مناسبت د ځانګړي فرمان پر اساس ازاد کړي دي. ورته مهال د هلمند د مرکزي بندخونې د ټولي قومندان وایي، چې له دغه زندان څخه به ټول ۱۰۴ تنه بندیان خوشې شي چي له ډلې یې ۴۴ تنه بندیان نن خوشې شول او پاتې بندیان به د ولسوالیو له بندخونو خوشې شي. دغه راز د غزني له یوه زندان څخه د ۱۵ ښځو په ګډون ۵۰ بندیان خوشي شوي دي. د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د یو شمېر ولایتونو له بندخونو لسګونه بندیان آزاد شوي دي.
































